افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې پر ورځ په وارسا کې د چېک جمهوریت له ولسمشر مېلوش زېمان سره ولیدل.
د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، دواړو مشرانو د دوه اړخیزه اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړې.
زېمان غني ته تر ۲۰۲۰ز کاله د خپل هېواد بشري او پوځي مرستو د ورکولو ډاډ ورکړ.
زېمان وویل، هېواد به یې ۱۰۰ افغان پیلوټان وروزي. چېک جمهوریت وار له مخه د افغان هوايي ځواک پېلوټان روزي.
زېمان وویل، هېواد یې له افغانستان سره د هیليکاپټرو ترمیم قرارداد ته لېواله دی.
بیان وايي، اشرف غني د بندونو جوړولو په برخه کې د چېک جمهوریت تجربې ته په پام له خپل چېکي سیاله د تخنیکي همکاریو غوښتنه وکړه.
غني وویل، ((موږ د افغانستان په داخل کې د هیليکاپټرو ترمیم تاسیساتو ایجاد ته ارزښت ورکوو.)) ده زیاته کړه چې که په دې برخه کې ((کومه طرحه لري)) نو کابل ته دې وسپاري.