امریکايي ادارې د افغانو نجونو تعلیم ته مرستې اعلان کړې

د امریکا نړیوالې پرمختیا ادارې (یو اېس اې ای ډي) په افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړې دي.

یو اېس اې ای ډي تېره ورځ وویل، دا مرستې به د برتانیا د نړیوال پرمختګ له وزارت سره د یوه ګډ پروګرام له لارې لګول کېږي.

د دې ادارې یوه چارواکي ویلي، د دوی مقصد له نهم تر ۱۲م ټولګي پورې نجونو ته د روزنیزو پروګرامونو پراختیا ده.