'اختر له خپلو کورنیو سره لمانځو'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د وړوکي اختر له رانږدې کېدو سره سم د کراچۍ ښار د ګاډو پر اډو د خلکو ګڼه زياته شوې او هر تن هڅه کوي چې وړوکی اختر په خپل کلي کې له خپلو کورنیو سره تېر کړي. خو ځينې مسافر ګيله کوي چې له کراچۍ د پښتونخوا بيلا بيلو ځايونو ته د تلونکیو بسونو کرايې زياتې کړل شوې دي خو د ګاډو چلوونکي وايي، لږه کرایه ځکه سېوا کړې چې له یوې غاړي یې بسونه تش راځي. له کراچۍ د مشال راډيو خبریال محمدعمران ویډيو راپور