ته وا جان مککېن به د وزیرستان وران مېران شاه لیدلئ وي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو کمیټۍ مشر جان مککېن له خپل پلاوي سره په یوه ناڅاپي سفر پرون یکشنبه/اتوار د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه لیدنه وکړه. نوموړي ته پر دې مهال پاکستانیو امنیتي چارواکو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو تباه کړل شوي پټنځايونه او مواصلاتي نظام هم وروښود خو د مشال راډيو خبریال سېلاب مسود د ازادۍ راډيو له خبریالې ملالۍ بشیر سره په مرکه کې وايي، جان مککېن ته هغه کورونه، دوکاونه، بازارونه و نه ښودل شول چې د پاکستانیو پوځیانو په ضرب عضب عملیاتو کې وران کړل شوي دي.