اسرایل او ترکیه سره پخلا کېږي

رپوټونه وايي چې اسرایل او ترکيپه دې اړه هوکړې ته رسېدلي چې له شپږو کالو راهیسې خرابې خپلمنځۍ اړیکې بیرته ورغوي.

دا خبره د نړۍ لویو خبري اژانسونو د یکشنبې په ورځ د یو داسې لوړپوړي اسرایلي چارواکي له خولې کړې ده چې د دې هېواد له وزیراعظم بین یامین نتن یاهو سره روم ته په سفر ملګری وو.

دې اسرایلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز، اسوشیېټېډ پرېس او فرانس پرېیس خبري اژنس ته ویلي چې د دې تړون تفصیل به د دوشنبې ورځ د جون پر اوویشتمه په ډاګه کړل شي.

تړون به د د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ورغوي چې په ۲۰۱۰م کال د اسرایلیو سمندري ځواکونو په برید کې د هغو لسو ترکي فعالان له وژلو وروسته کړکېچن شول چې له فلسطینیانوسره د ملاتړ لپاره په کشتیو کې د محاصره شوې غزې تړانګې ته پرلار ول.

اسوشیېټیډ پریس د دې چارواکي له خولې لیکلي چې په دې تړون کې د وژل شوو فعالانو د کورنیو لپاره د شل میلیونه ډالرو خونبها هم شامله ده.