د ننګرهار والي وايي په کوټ کې داعش ته په لویه کچه ځاني تلفات اوړېدلي

د ننګرهار والي

د ننګرهار والي وايي په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.سلیم خان کندزي تېره شپه په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل:

​« تر اوسه پورې د دښمن ۱۳۱ وسله وال وژل شوي ، ۳۶ تنه يې په مخامخ جګړه کې او ۹۵ نور په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. دښمن ته سخته ضربه رسېدلې ده.»

ښاغلي کندزي زیاته کړه چې په کوټ کې له داعش سره په جګړه کې ۱۲ افغان سرتېري هم وژل شوي او اتلس نور ژوبل دي.

د ارشیف انځور

تر دې مخکې د دفاع وزیر عبد الله خان حبیبي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ژمنه وکړه چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ به ډېر ژر د داعش له فعالیتونو پاکه شي.

نوموړي دا هم وویل چې داعش په کوټ کې یو شمېر ماشومان او ښځې نا معلوم ځای ته وړي دي.

خو د ننګرهار والي دا ردوي چې ګواکې داعش وسله والو ښځې او ماشومان برمته کړي دي.

هغه زیاته کړه:

« دا موضوع چې داعشیانو په کوټ کې یو شمېر ښځې برمته کړي، ریښتیا نه ده، اصلي خبره داده چې جګړه ډېره سخته وه او دښمن په زیات قوت برید کړی و نو هر کس د تیښتې په حال کې و، یو شمېر کسانو په وارخطاې کې لاره ورکه کړې وه چې وروسته بیا له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.»

دغه راز د ننګرهار د امنیه قوماندان هم دا رد کړه چې ګواکې داعشیانو ښځې او یا ماشومان له ځانه سره وړي دي، زړور خان زاهد وویل کوټ ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي.

« په کوټ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د تشکیل سربیره دوه سوه محلي پولیس هم اضافه شوې چې که خدای کول د دښمن ټغر به ټول کړي.»

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې جګړې د سیمې خلک له ستونزې سره مخامخ کړي دي.

د کوټ یو اوسېدونکی نور اغا د افغان حکومت له مشرانو داسې غوښتنه لري:

« له اشرف غني او حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې یا ددې غم وخوري او که نشي کولی نو د هغوی په لاس دې د ځوانانو،ښځو او ماشومانو د وژلو، مخ ونیسي، یا دې استعفا وکړي او یا د داعش غم وخوري.»

شاوخوا يو کال وړاندې کله چې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې سر راپورته کړ، هغه مهال د اچين او هسکې مېنې ولسوالیو په ګډون په کوټ ولسوالۍ کې يې هم فعالیت پيل کړ چې وروسته د کوټ ولسوونو په يو غږ د داعشيانو پرخلاف پاڅون وکړ او دا ولسوالۍ يې له داعشيانو پاکه کړه.