"په خوست کې د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې"

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو د چټکو فعالیتونو او د خلکو د همکاریو په ډېریدو سره د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې او تر ډېره د جرایمو مرتکبین نیول شوي دي.

دوی زیاتوي پدې وروستیو کې د محاکمو لخوا د قتل په تور څلور کسان په اعدام محکوم شوي او لسګونو نورو ته د قانون په رڼا کې سزاوې اورل شوي، چې دې کار ډیری قانون ماتونکي اړ کړي، تر څو د جرمونو له اجراء لاس واخلي.

د سې شنبې پر ورځ د خوست د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې د یاد ولایت ملکي او پوځي چارواکو رسنیو ته د پولیسو او نورو امنیتي ادارو لخوا د وسله والو غلو او سړي تښتونکو د نیول شوې یو ډلې د ښودلو پر مهال وویل، چې د کشفي ادارو چټک فعالیتونه او د خلکو د همکارۍ ډېریدل په خوست کې د جنايي جرمونو د ګراف د راټيټیدو لامل شوي دي.

خوست والي حکم خان حبیبي رسنیو سره په خبرو کې د جنايي جرمونو مرتکبینو ته خبرداری ورکړ، کچیرې هغوی له خپلو کړنو لاس وانخلي نو د امنیتي ادارو لخوا به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ده له خلکو هم د کشفي او امنیتي ادارو سره د همکارۍ د ډېریدو غوښتنه وکړه.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((په خوست د جرایمو کچه ورځ تر بلې په ټیټیدو باندې ده، د قتل په مورد کې تر اوسه د خوست محاکمو څلور کسانو ته د اعدام سزاء اورولې ده، هره ورځ په جرمونو کې لاس لرونکي کسان نیول کیږي او د قانون منګولو ته سپارل کیږي، زه په هغو ټولو کسانو چې پداسې نارواء کړونو کس لاس لري، غږ کوم چې له دا ډول عملونو لاس واخلي، بغیر له هغې به حتماً د قانون منګولو ته سپارل کیږي، په ولس مې غږ دا دی چې همداسې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړئ، خپل کشفي او استخباراتي مالومات د اړوندو ادارو سره شریک کړئ.))

خوست والي پدې وروستیو کې د پولیسو لخوا د یو شمېر لاسته راوړنو یادونه هم وکړه:

((د بیدارو پولیسو لخوا نه څلور نفره بالفعل سارقین او مخدره توکو کې لاس لرونکي او قاتلین نیول شوي دي، دغو کسانو سره یو عراده سراچه موټر، درې میله کلاشینکوفونه، اته میله تفنګچې، دوه عرادې تښتول شوي موټرسایکل وو، یوه اندازه طلاء وه، ۴۵ فیره د درندو وسلو مرمۍ دي او ۴۴ فیره ضد وسایطو او ضد پرسونل ماینونه دي.))

بلخوا د خوست ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي هم په خپلو خبرو کې افغان امنیتي ځواکونه وستایل، چې د خپلو پرلپسې هلو ځلو په پایله کې يې خلکو لپاره د ارامه ژوندانه مناسب بستر تیار کړی دی.

عبدالولي واحدزي زیاته کړه:

((دا چې د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو دومره مقدار وسله او مهمات همدارنګه اختطافګر او وسلوال غله نیول شوي دي، زه د ولسونو په استازیتوب د ملي امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ له دوی مننه کوم چې پر ځانونو يې شپه او ورځ یوه کړې د ولس د ارامی لپاره او د خلکو لپاره يې د ډاډمن امنیت بستر اماده کړی دی.))

که څه هم د خوست ملکي او پوځي چارواکي د یاد ولایت مرکز ته په نږدې سیمو کې د جنايي پېښو او جرمونو د کميدو خبره کوي، خو بل لوري ته د خوست د اطرافي سیمو خلک وايي چې دوی تر اوسه هم په لویو لارو کې د وسله والو غلو په ګډون له یو شمېر ګواښونو سره مخامخ دي او پوځي ارګانونه ندي توانیدلي چې د دوی په سیمو کې د جرایمو مخه ونیسي او د خلکو پوره امنیت خوندي کړي.