د تورخم لارې پرانيسته په انځورونو کې

د تورخم د لارې تر پرانيستې وروسته، پاکستاني ځواکونه د وراوښتونکو افغانانو اسناد ګوري

پاکستاني ځواکونه د وراوښتونکو افغانانو اسناد ګوري

د تورخم پر لاره له پنځوو ورځو ځنډ وروسته د تجارتي مالونو وړل راوړل پيل شوي دي. 

د تورخم لارې د بندېدو له کبله تجارتي مالونه هم نه وړل کيدل چې اوس دا لړۍ بيا پيل شوه

د تورخم له لارې تر پرانيستې وروسته د افغانستان له خوا پاکستان ته د تجارتي مالونه ټرکونه ور ورسيدل. 

د تورخم لار د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ له پنځو ورځو راهيسې روانو ډزو له کبله بنده شوي وه چې نن خلاصه شوه. پاکستان غوښتل دغلته يوه دروازه جوړه کړي خو افغان سرحدي پوليسو يې مخه ونيوله.