'پر ډیورنډ کرښه که هر لوری تعمیر کوي یو بل به خبروي'

پر تورخم به له دواړو غاړو هره ورځ له شلو تر پنځلسو زرو کسانو تګ راتګ کولو

د پاکستان او افغانستانترمنځ پر تورخم د روانې شخړې په اړه د پاکستان کورنيو چارو وزير چودري نثار ويلي دي چې کابل ته به فيصله کول پکار وي چې په سيمه کې د امن راوستو لپاره به د اسلام اباد مرسته کوي يا د پاکستان پرضد د نورو هېوادونو د لوبې برخه جوړېدل غواړي۔ خو بل خوا د افغانستان حکومت وايي مسلې په خبرو هوارول غواړي.

د سرکاري خبري ايجنسۍ اې پي پي له مخې د نهې په ورځ چودرې نثار په خپل بيان کې ويلي دي چې د پولې سمبالو سیسټم د دواړو خوا لپاره ضروری دې خو زیاتوي چې د افغانستان له لوري د پاکستان د دې مخلصه هلوځلو خرابولو کوښښ روان دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال مشال راډيو ته وويل د ولسمشر اشرف غني نظر هم دا دی چې بايد دا موضوع په خبرو هواره شي البته د جګړې په تپلو افغانستان نه شي کولی چې د يو بل ملک پشمول د پاکستان غوښتني ومني.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي، د دواړو ملکونو تر مينځ دا ځل د تعميراتو په لړ کې يو بل په اعتماد کې د نه اخيستو له کبله شخړه رامخې ته شوې ده. دواړو حکومتونو ته پکار ده چې خپلو کې سره کېني او پر تورخم د وروستیو پېښو جاج اخستو لپاره يو کمېشن جوړ کړي.

"د مسلې حل دا دی چې دواړه ملکونه سمدستي يو کمېشن جوړ کړي چې هغه د دې خبرې جاج واخلي چې ولې دا واقعات وشو، وجوهات یې څه و. کوم لوری سرغړونه کړې، په کوم کوم ځای کې تېروتنې شوې او څوک څوک زمه وار دي هغوی ته دې سزا ورکړل شي او د راتلونکې وخت لپاره یې باید مخنيوی وکړل شي۔ يو چوکاټ جوړولو پکار دی، چې دواړه هېوادونه چې کله په خپلو حدودو کې پر ډیورنډ کرښه تعمير کوي لکه څنګه چې مخکې وو. پاکستان چې یو څه تعميروي نو افغانستان به په اعتماد کې اخلي او که افغانستان تعمير کوي نو پاکستان به اعتماد کې اخلي او بايد چې دغه نظام بيا شورو کړل شي."

له تېر اتوار/یکشنبې ورځې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر تورخمحالات کړکېچن شوي دي چې پکې د دواړو غاړو له ډزو عسکرو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.