پاکستان له افغانستانه د تورخم پر نښته احتجاج وکړ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ناظم الامور وربلی دی او د تورخم د پېښې په اړه يې ورته احتجاج کړى دی.

د دغه وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، له افغان لوري غوښتل شوي چې د افغانستان حکومت دې د دغې پېښې تحقيقات وکړي او پايلې دې يې له پاکستانيو چارواکيو سره شريکې کړي.

بلخوا د خېبر انتظامي چارواکو نن د سېشنبې په سهار مشال راډیو ته ویلي دي، تېر ماښام په تورخم پوله د دروازې لګولو په لانجه د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا ډزې شوي چې تر څلورو ساعتونو یې دوام وکړه.

دغه نښته هغه مهال پیل شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو یو ځل بیا په تورخم کې د دروازې لګولو تعمیراتي چارې پيل کړې.

پاکستاني چارواکي وایي چې د تیر ماښام په جګړه کې د دوی درې کسان نور ژوبل شوي دي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګول شوی

دا شخړه د تېر اتوار په ورځ هغه وخت پیل شوه چې پاکستانو ځواکونو پر تورخم پوله د دروازې جوړولو کار پیل کړو او افغان ځواکونو د دغه کار بندولو غوښتنه وکړه.

د اتوار ورځې په نښته کې له دواړو خواو یو شمېر کسان ژوبل شوي و چې پکې یو افغان ژوبل سرتېری بیا په روغتون کې ساه ورکړه.

افغان چارواکي دا نظر لري چې د سرحدي تړونونو مطابق پاکستان په صفری نقطه د دروازی جوړولو حق نه لري. خو پاکستان وايي چې دغه دروازه له صفري نقطې ۳۷ میټره دننه په خپل حد کې جوړوي.