'پښتانه په مورنۍ ژبه د تعلیم حق نه لري؟'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مې ۲۹مه د پښتو ژبې نړیواله ورځ وه. په پېښور کې ډاکتر خان تحریک د ورځې لمانځلو په موخه یوه غونډه وکړه چې ورته یوې وړې ماشومې منیبې خان وینا وکړه. منیبه خان هم هغه ماشومه ده چې څه موده مخکې یې هم په مورنۍ ژبه د زده کړو په لاریون کې برخه اخیستې وه او وینا یې کړې وه. نوموړې پر مشرانو ټینګار وکړ چې په مورنۍ ژبه دې ورته د زده کړو ورکولو لپاره هلې ځلې وکړي. د منیبې وینا په ویډیو کې وګورئ.