ازربایجانۍ خبریاله خدیجه اسماعیلووا له بند خوشې شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ازربايجان سپریم کورټ د ازادې اروپا خبریاله خدیجه اسماعیلووا خوشي کړې ده. خدیجه اسماعیلووا په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت ونیول شوه کله چې هغې په ازربايي جان کې د لوړ پوړو چارواکو په اداري فساد کې د ککړیدو په اړه راپورونه خپاره کړل. هغې ته په ۲۰۱۵م کال کې د عدالت له خوا د اووه نیم کاله د بند سزا اورول شوې وه.