طالبانو د ملا اختر منصور ځای ناستي ټاکلو په اړه غونډه کړې

رپورټونه وايي، د افغان طالبانو لوړپوړو مشرانو د نوي مشر ټاکلو په موخه غونډه کړې ده.

د طالبانو دوو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې پر ماښام رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا غونډه د دوشنبې په ورځ شوې چې پکې د ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته د هغه ځای ناستي ټاکنې په اړه خبرې شوې دي.

د دې دوو طالبانو نومونه نه دي ښودل شوي خو وايي،طالبانو یو ۱۰ کسیز پلاوی ټاکلی چې دا معلومه کړي چې ملا اختر منصور څنګه د شنبې یا خالي پر ورځ په بلوچستان کې په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

طالبانو لا په رسمي ډول د خپل مشر وژنې تصدیق نه دی کړی خو امریکايي ولسمشر باراک اوباما تېره ورځ د ملا منصور وژنې پخلی وکړ. تر اوسه دا نه ده معلومه چې طالبانو چېرې د نوي مشر ټاکلو په اړه غونډه کړې.

په دې اړه د اجمل اند رپورټ د (غږ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

طالبانو د ملا اختر منصور ځای ناستي ټاکلو په اړه غونډه کړې