د ملا منصور پر وژل کېدو غبرګونونه

ملامنصور

افغان طالبانو خپل مشر ملا اختر محمد منصور پر منصب له ټاکل کېدو وروسته، په ډېره کمه موده کې وبایللو. نږدې کال مخکې د ملاعمر د مړینې خبر ښکاره شو او ملامنصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو خو هغه په یو داسې ځای کې د امریکايي بې هوابازه الوتکې لخوا په نښه شو چې د طالبانو لپاره خوندي ګڼل کېږي.

د نوموړي په داسې ډول وژل کېدل، د طالبانو لپاره څومره تاواني دي؟ اوس به څوک د طالبانو نوی مشر وي؟ د سولې پروسه به څنګه شي؟ او د پاکستان په ښاري سیمه کې د ډرون برید به پاکستان وزغمي؟ دا او نورې پوښتنې ځواب غواړي، د مشال همکارانو د ملا منصور له وژل کېدو وروسته بیلا بیل غبرګونونه راټول کړي دي.

جاویدفیصل: ملامنصور د روغې جوړې مخالف و:

جاوید فیصل

د افغانستان د اجرايه رييس مرستيال وياند جاويد فیصل وايي، د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل د سولې مذاکراتو لپاره ځکه ښه دي چې نوموړي تل د سياسي روغې جوړې مخالفت کاوه. جاويد فیصل سره زموږ همکار بشيرګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلې چې د کوم شواهدو په بنياد دا دعوه کوي چې پروني ډرون بريد کې وژل شوی تن د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جاویدفیصل: ملامنصور د روغې جوړې مخالف و

سمیع یوسفزی: پر پاکستان به فشار زیات شي:

سمیع یوسفزی

افغان کارپوه او خبریال سمیع یوسفزی وايي د پاکستان په خاوره کې دننه د ملا اختر محمد منصور په نخښه کېدل، پر پاکستان نړیوال فشارونه زیاتوي او د افغانستان هغه ادعاوې پیاوړې کوي چې ګواکې پاکستان د وسلوالو سره راشه درشه پالي. له نوموړي سره نجیب عامر خبرې کړي او په سر کې یې د ملا منصور د مړینې په اړه پوښتلی:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سمیع یوسفزی: د ملا منصور له وژل کېدو وروسته به پر پاکستان فشار زیات شي

ایاز وزیر: ملامنصور د وسالو په منځ کې د ملا عمر په شان محبوبیت نه درلود:

ایاز وزیر

کارپوه ایاز وزیر وايي د ملا منصور په اړه ویل کېدل چې نوموړی د سولې پلوي نه و او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر په څېر یې د وسلوالو په منځ کې محبوبیت نه درلودلو.له ایاز وزیر سره زمونږ همکار ګل ایاز خبرې کړي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایاز وزیر: ملامنصور د وسلوالو په منځ کې د ملا عمر په شان محبوبیت نه درلود

رستم شا مومند: د ملامنصور وژل کېدو د سولې پروسه له خطر سره مخ کړې:

د پاکستان یو پخوانی سفارتکار او کارپوه رستم شا مومند وايي د ملامنصور وژل کېدو د افغان سولې پروسې ته لوی تاوان رسولی دی. نوموړی وايي ښايي اوس به د طالبانو ترمنځ ډلې ټپلې زیاتې شي او افغان حکومت ته به ګرانه وي چې د وسله والو د خورو ورو ډلو سره د سولې خبرې پر مخ ویسي.له نوموړي سره ګل ایاز مرکه کړې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

رستم شا مومند: د ملامنصور وژل کېدو د سولې پروسه د خطر سره مخ کړې