سوات ته د وزیراعظم نواز شریف سفر په اړه بحث

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لکه څنګه چې تاسو واوريدل نواز شريف د جمعې په ورځ د سوات د سفر پرمهال د خېبر پښتونخوا پر واکمن ګوند تحريک انصاف نيوکي کړي دي. تر دې وړاندې هم د پاکستان وزيراعظم د بنو سفر کړی وو چې ورپسې سمدستي عمران د بنو دوره وکړه. اوس چې نواز شريف سوات ته تللی نو ټاکل شوې ده عمران خان به هم د يکشنبې په ورځ سوات ته ځي. د هېواد د لويو مخالفه ګوندونو مشرانو دغسې دورې ایا يو اتفاق دی او که نه د يو بل پر ضد يې سياسي کمپاين پیل کړی دی؟ دا پوښتنه عبدالحي کاکړ د سياسي چارو له پوه ايمل خټک څخه کړې ده.