دفاع وزارت: پر افغان خاورې هېچا ته د تاسیساتو جوړولو اجازه نه ورکوو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هیڅ ګاونډی هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په سرحدونو کې د منل شویو اصولو خلاف عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو پاکستانيو ورځپاڼو خبر ورکړی چې د تورخم په سیمه کې د ډیورند کرښې ته څېرمه پاکستاني ځواکونو بیا د تاسیساتو جوړول پیل کړي دي.

تېره اوونۍ افغان سرحدي ځواکونو د دې تاسیساتو د جوړولو مخه نیولې وه چې د دواړو خواو د ځواکونو ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ له امله د تورخم لاره د څو ورځو لپاره تړلې وه.

دفاع وزارت وايي، ګاونډي هېوادونه مکلف دي چې په سرحدي سیمو کې منل شوی سرحدي نورمونه په جدي توګه مراعت کړي.

ددې وزارت چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې د پاکستان یوې معتبرې ورځپاڼې ډان خبر ورکړی چې که څه هم د تورخم لاره د خلکو او موټرو پرمخ خلاصه ده خو پاکستانې ځواکونو په سیمه کې د اغزن تار د غځولو او د تاسیساتو د جوړولو کار بیا پیل کړی دی.

په دې اړه د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان سرحدي ځواکونه به، هېڅکله هم پاکستاني پوځیانو ته اجازه ورنه کړي چې د تورخم په سیمه کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي.