د بلوچستان د خزانې سیکرټري نېب ادارې ته وسپارل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان صوبې د خزانې سکتر مشتاق ريساني چې د درغلېو په تور کوټه کې نيول شوی وو د عدالت په امر د ۱۴ ورځو په ريمانډ نېب ته سپارل شوی دی. د دې صوبې د وزيراعلا وياند انوارلحق کاکړ د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې پرون سهار د قامي احتساب ادارې چارواکو د مشتاق ريساني پر کور چاپه ووهله او د نوموړي له کور يې د څه باندې ۶۰ کروړه پاکستانېو روپو ماليت ملکي او غير ملکي کرنسۍ ونیولې. د وزيراعلا وياند زياتوي اوس به نېب د دې خبرې پلټنې کوي چې د بلوچستان صوبې له خزانې سکتر مشتاق ريساني سره په درغلېو کې نور څوک شامل وو. په دې اړه د انوار الحق کاکړ مرکه دلته واورئ.