د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي، یوازې د وزیراعظم نه بلکې د ټولو ګوندونو احتساب په کار دی.
سراج الحق دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په پېښور کې یو خبري غونډې ته تر وینا وروسته مشال راډیو ته وکړې.
سراج الحق وویل، د درغلیو مخنیوي لپاره نوی بل وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف او پپلز ګوند په ګډون د اپوزېشن یو شمېر لویو ګوندونو د پاناما اسنادو تر خپرېدو وروسته د وزیراعظم نواز شریف د کورنۍ د احتساب غوښتنه کوي.
د نواز شریف په مشرۍ کې د مسلم لیګ نون ډلې مرکزي حکومت وايي، دوی د دې لپاره خپله کړنلاره جوړه کړې ده کومه چې د اپوزېشن ګوندونه نه مني.