'پاکستان دې د ترهګرو پر ضد خپل دریځ روښانه کړي’

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، پاکستان باید خپل دریځ ټولې نړۍ ته څرکند کړي چې له ترهګرو سره دی که یې پر ضد دی.

د جمهور رییس د مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن( پنجشنبه) مشال راډیو ته وویل ټول په دې پوهېږي چې څوک د ترهګرو ملاتړ کوي او افغان حکومت هم په دې اړه خپل شکایت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ثبتوي.

مینه پال زیاته کړه:

"پاکستان نور له دنیا ځان نه شي پټولای. غواړي له دغو فشارونو په درواغژونو دلایلو ځان خلاص کړي. پاکستان باید نور نړۍ ته وښيي چې دی له ترهګرو سره دی که د ترهګرو پر ضد دی."

جمهوري ریاست له هغه وروسته یادې څرګندونې کوي چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره اړتیا نشته چې پر وسله والو طالبانو پوځي فشار راوستل شي.