د ایران پارلماني ټاکنو لومړۍ نتیجې اعلان شوې

د سرکاري نتیجو تر مخه د ایران د پارلیماني انتخاباتو په دویم پړاو کې د ولسمشر روحاني سیاسي اتحادیانو لویه کامیابي ترلاسه کړیده .

د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون ویلي وو ، د امیدوارانو هغه فهرست چې د حسن روحاني ملاتړ ورته تر لاسه دی ، د تیرې ورځې د دویم پړاو په نتیجه کې یې د ۲۹۰ سیټونو په پارلیمان کې ۳۸ زیاتي څوکۍ ګټلي دي.

په نیوي پارلیمان کې به د محافظه کارانو ټولټال ۸۶ او خپلواکو کاندیدانو ۶۱ چوکۍ وي.