'مرکزي حکومت دې د خېبر پښتونخوا کلنۍ ۱۸ اربه روپۍ وروسپاري'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا خزانې وزیر وايي، د راتلونکې کال نوی بجټ وخت رانژدې شوی دی خو مرکزي حکومت لا هم د بجلۍ په اربونو روپۍ بقایاجات نه دې ورسپارلي. وزیر مظفر سید له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د سږني کال په فېبرورۍ کې د پاکستان وفاقي حکومت پرېکړه کړې وه چې خېبر پښتونخوا ته به په کلني حساب د بجلۍ په مد کې ۱۸ اربه روپۍ ورکوي، نوموړی وايي چې پر هغه پرېکړه لا هم هېڅ عمل نه دی شوی. له پېښوره د شبیر احمد جان راپور