"د خوست خلکو ته ارزان او ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کوو"

بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره د افغاني ناروغانو وړل که له یوې خوا خلکو ته په اقتصادي لحاظ درانه پریوځي بل لوري ته له افغانستان څخه بهر ته تګ او راتګ هم له ستونزو ډک وي.

همدې اړتیا ته په کتو په خوست کې د خصوصي سکټور د روغتیا د برخې د نورو پرمختیاوو تر څنګ دا ځل د فیصل شفاء په نوم یو نوي معالجوي روغتون په کار پیل وکړ.

د روغتون مسولین وايي، چې دا روغتون په پرمختللې طبي ټکنالوژی سمبال دی او تجربه لرونکي داخلي او بهرني ډاکټرانو په کې توظیف شوي دي.

د پنجشنبې ورځې ناوخته د روغتون په پرانیست غونډه کې د روغتون مشر ډاکټر ناصر سباوون مشال راډیو ته وویل، چې د دې کار موخه يې د ټولنې بیوزله قشر ته د معیاري او ارزانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.​

ناصر سباوون زیاتوي:

"موږ غواړو په ډېر کم لګښت باندې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو، موږ دا روغتون یوازې د هېوادوالو د خدمت لپاره دی، موږ غواړو دومره لګښت واخلو چې د روغتون لښګتونه پوره کړي، هڅه مو داده چې زموږ د غریب ولس سره مرسته شوې وي."

فیصل شفاء روغتون چې د عمومي داخله، عمومي جراحۍ، د پوستکي او عقلي عصبي ناروغیو، زیږنتون، د سترګو، غوږ پزې، غاښونو او فزیوتراپۍ ځانګړي څانګې لري، ناروغ لرونکو ته څلریشت ساعته خدمتونه وړاندې کوي او د عاجلو ناروغانو لپاره ځانته سرویس لري.

د یاد روغتون یو تن موظف ډاکټر وايي، د طب د برخې محصلان هم کولای شي، پدې روغتون کې ستاژ او عملي زده کړې وکړي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي په خصوصي برخه کې د روغتیايي مرکزونو جوړول د خلکو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر یو ښه پرمختګ ګني.

د خوست د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر سیدعارف روفي وايي:

"خصوصي سکټور ته د هېواد په کچه ډېره اړتیا ده، د سالم رقابت لپاره زمینه ده، باید ښه او په معیاري ډول خدمت له یو بل نه وړاندې کړي، تر څو د هېوادوالو د ښې روغتیا او سالمتیا ضامن وګرځي."

بل لوري ته پوهنوال ډاکټر بادشاه عبدالي د روغتیا پر سکټور پانګونه ډاکټرانو او ناروغ لرونکو ته په ګټه بولي.

دی وايي، څومره چې په دې ځای کې د روغتیا په برخه کې سالمه پانګه اچونه کیږي، نو په هماغه اندازه سالم رقابت رامنځته کیږي، نوې طبي ټکنالوژي راځي، چې دا ټکنالوژي بیا په تشخیص او درملنه کې پوره رول لري:

"کله چې سالم رقابت رامنځته شي، د تشخیص ښه او نوي وسایل اظافه کیږي، مدرنه ټکنالوژي رانقل کیږي او د هغې په بیز کې بیا د مرض تشخیص او تداوي صورت نیسي، نو دا طبعاً په نرخ هم تاثیر لري، هیله مې داده چې نور طبیبان هم په دې بخش کې مثبته سرمایه ګزاري وکړي."

په خوست کې د ولایتي روغتون تر څنګ که څه هم یو شمېر شخصي او خصوصي روغتونونه فعالیت لري، خو ناروغ لرونکي يې له خدماتو ځکه پوره رضایت نه لري، چې له یوې خوا يې خدمتونه د عامې روغتیا ریاست له خوا په منظم ډول نه څارل کیږي او بل لوري ته د ناروغانو اقتصادي کمزوریو ته په کې نه کتل کیږي.