پاکستان په جنوبي اسیا کې پر تعلیم تر ټولو لږ لګښت کوي

یوه غېر سرکاري اداره وايي، پاکستان په ۲۰۱۵-۱۶ کال کې د تعلیم بجټ سېوا کولو باوجود لا هم په جنوبی اسیا کې هغه هېواد دی چې پر تعلیم ترټولو کم لګښت کوي.

غېر سرکاري اداره انسټیټیوټ اف سوشل اېنډ پولیټیکل سانیس په وینا چې پاکستان کې له ۱۹۹۰-۹۱ کاله پس د تعلیم په مېدان کې ښه والی کتل شوی دی خو لا هم د تعلیم لپاره پاکستان د نړیوالو اصولونو مطابق د خواندګۍ شرح تر اته اتیا فیصد رسولو کې ناکامه شوی دی.

د یادې ادارې په وینا د پاکستان تعلیم شرح اته پنځوس فیصده ده.

خېبر پښتونخوا دولس فیصده، پنجاب لس فیصده، سیند اووه فیصده او بلوچستان نولس فیصده اضافه کړې ده خو د دې باوجود ګڼ ماشومان له سکولونو بهر دي.

د انسټیټیوټ اف سوشل اېنډ پولیټیکل سانیس د مالوماتو ترمخه چې په غونډ ملک کې دوه کروړه اوڅلوېښت لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. په خېبر پښتونخوا کې دا وخت پنځویشت لکه ماشومان او په څلور واړو صوبو کې تر ټولو زیات ماشومان په پنجاب صوبه کې سکولونو ته نه ځي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د انسټیټیوټ اف سوشل اېنډ پولیټیکل سانیس یو چاوراکی عبدا عالم وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د تعلیم په شعبه کې ښه والی لیدل کېږي.

خو دی وايي چې د تعلیمي بجټ یو غټه حصه د تعلیم ودې کارونو پر ځای د استادانو تنخاګانو لپاره زیات استعمالېږی.

"یوه بله خبره چې د بجټ په دې رپورټ کې موجوده ده نو هغه د تنخاګانو په مد کې هرکال په بجټ کې اضافه ده، دا هم په خپل ځایضروری ده، خو د پرمختیایې کارونو لپاره چې کوم بجټ وي نو هلته هغه کم لګېږي او بله دا چې د پرمختیایې کارونو لپاره مختص کړل شوی بجټ هم کافی کم وي. او که زه د ۲۰۱۴-۱۵ کال خبره وکړم نو د پنجاب صوبې پرمختیایې پروګرام صرف شپږ څلوېښت فیصده استعمال کړی. خېبر پښتنوخوا اووه نوي فیصده، بلوچستان شپږ څلوېښت او سیند صوبې اته پنځوست فیصده استعمال کړی دی."

حکومت ته په رپورټ کې تجویزونه هم ورکړې شوې دي ، عبدا عالم دې لړ کې زیاتوي.

"موږ د دې رپورټ له لارې دا تجویز دی چې د تعلیم پرمختیا لپاره بجټ پنځویشت فیصده پکار دی او بل داسې سکولونه چې ودانۍ یې سمې نه دي، د هغې لپاره هم مخصوص بجټ پکار دې. دا شان د انتظاميې امورو د جاج او تنخاګانو علاوه هم نور مراعاتو لپاره بجټ هم پکار دی."

په هم دې لړ کې د تعلیم په لړ کې کارکونکې ادارې د الف اعلان د خېبر پښتونخوا څانګې چاوراکې عمر اورکزی وايي که د پاکستان تعلیم بجټ څلور فیصده شي نو له دې سره تعلیم وده کولی شی:

"زموږ ولس تعلیم کله مسله نه دی ګڼلی او وايي چې تعلیم زموږ مسله نه ده بلکې روزګار یې مسله ده نو چې تعلیم تر څو نه وي عام شوی نو بې روزګاري به څنګه ختمېږي."

بلخوا د دې رپورټ په لړ کې د تعلیم وفاقي وزیر مملکت بلیغ الرحمان ویلي ول چې حکومت خپل کوښښونه د تعلیم شعبې حالت ښه کولو لپاره جاري ساتلي دي او له تېرو درو کالو راهیسې تعلیم په بجټ کې یې اضافه هم کړې ده.