په خواست کې ۱۲۰ ځوانان د پولیسو له اکاډمی فارغ شول

د خوست ولایت چارواکو له ځايي خلکو او قومونو وغوښتل، چې په یاد ولایت کې د سږني کال د امن د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره کلکه همکاري وکړي.

د دوشنبې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د پولیسو له اکاډمی څخه د یو سلو شلو تنو سرتیرو د فارغیدو په مراسمو کې د وینا پرمهال پر خلکو غږ وکړ، چې د روان کال د امن د ساتلو لپاره بیا هم په خپلو سیمو، کلیو او ولسوالیو کې وسلوالو ته د ورانکارو بریدونو اجازه ورنکړي.

ده زیاته کړه، که څه هم په دې ولایت کې د خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د متقابله همکارۍ په پایله کې امنیت نسبتاً ډاډمن دی، خو وسله وال د دې امن د خرابولو په هڅه کې دي.

خوست والي زیاته کړه:

((دښمن هېڅکله په ارامه نه کیني، د دې په خاطر چې روان کال مو هم د سولې کال وي، یو ځل بیا په ولسونو غږ کوم چې هېڅ فاصد، مخرب او ظالم ته اجازه مه ورکوئ چې زموږ د یو لویشتې خاورې په دننه کې انفجار وکړي، انتحار وکړي، خدای مکړه بیا مو هم ګلالي ماشومانو یا تور سرې د غم پر ټغر کینوي، په خپله محدوده کې، په خپله ولسوالۍ کې، په خپل کلي کې هر یو د پولیس دنده اجراء کړئ.))

د څو کلونو راهیسې په خوست کې د پولیسو په اکاډمۍ کې د نویو سرتیرو لپاره دوه میاشتني روزنیز پروګرامونه جوړیږي، چې د زده کړو وروسته پولیس د تحلیف یا سوګند اوچتولو مراسم سرته رسوي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي چې تراوسه يې په لسو دورو کې ۷۸۰ پولیسو ته د مجربو مربیانو لخوا زده کړې ورکول کیږي.:

((د پولیسو اکاډمي په دې لسو دورو کې تقریباً ۷۸۰ تنه د هېواد او خلکو د خدمت لپاره وړاندې کړي دي، دوی به انشاالله د خپلې خاور او خپل ولس خدمت وکړي، دوی د جم نظام درسونه، د پولیسو قانون، چې دوی په ټولنه کې د قانون د تنفیذ او د عامه نظم د تامین دندې پر غاړه ولري، وړاندې کیږي.))

درې تنه سرتیري چې په خوست کې په لسمه دوره کې د پولیسو له اکاډمی فارغ شوي خپل احساسات په دې ډول وړاندې کوي.

((زه قاضي ګل په قوم ګربز، زه د پولیسو له لیکو سره یو ځای شوی یم، تر اوسه مې دوې میاشتې په اکاډمی کې او دوی میاشتې مې هم په قوماندانی کې وظیفه اجراء کړه، الحمدالله ډېرې ښکلې زده کړې يې راباندې وکړې او تعلیم يې راباندې وکړ.زه میزالرحمن، زه باید خپلې خاورې ته، خپل وطن ته او خپلو خلکو ته توجه وکړم او ساتنه يې وکړم.زه میرزا خان سرباز غواړم چې یوه ښه پولیس راځنې جوړ شي او د خلکو او خاورې یو ساتونکی شم.))

د یادونې وړ ده که څه هم دا یو سلو شل تنه نوي منسوبین په لسمه دوره کې د خوست د پولیسو له تعلمیي مرکزه فارغیږي، خو یو شمېر کتونکي د پولیسو روزنیز پروګرامونه پدې نیمګړي بولي، چې تر اوسه هم پولیس د خپلو دندو پر مهال له لازم احتیاط څخه کار نه اخلي، چې له همدې کبله د نورو پوځي ادارو په پرتله يې ځاني تلفات ډېر دي.