د ملګرو ملتونومرستندویه دفتر یوناما په تازه راپور کې وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۶۰۰ عام وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ نور زخمیان شوي دي.
د یوناما له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د عامو وګړو په مرګ ژوبله کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی دی.
وړاندې په اعلامیه کې دا یادونه هم شوې چې د عامو وګړو د دغه شمېر مرګ ژوبلې شپیته فیصده عوامل وسله وال مخالفین او ۱۹ فیصده حکومت پلوه امنیتي ځواکونه ښودل شوي دي.
په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای هایسم د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.