"د پښتو فلمي صنعت ټغر په ټولېدو دی "

د پښتو فلمونو پېژندل شوی ستوری اصف خان وايي د پښتو فلمونو صنعت مخ په ختمېدو دی او په کال دوه کې به وګورئ چې یو پښتو فلم به هم نه جوړېږي. دی وايي سینیماګانې مخ په ختمېدو دي، حکومت پښتو فلمونو ته پاملرنه نه کوي او خلک بې علاقې شوي دي، نو ځکه ددې صنعت سره تړلي کسان ډېر اندېښمن دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اصف خان د ارباز په واده خوشاله نه دی

د دره خېبر فلم لپاره یې درې زره روپۍ معاوضه راکړې وه.
فلم ستوری اصف خان

نوموړی وايي د پښتو فلمونو صنعت مخ په ختمېدو دی، ځکه چې پخوا په پښتونخوا کې ځای په ځای سینماګانې وې، خو اوس یواځې په مردان او پېښور کې سینماګانې پښتو فلمونه وړاندې کوي.

شهرت الله پاک هغه کس ته ورکوي چې ورته نږدې وي
فلم ستوری اصف خان

اصف خان زیاتوي چې له وړوکوالي نه یې ارمان و چې په فلمونو کې کار وکړي او خپل مراد ته د رسیدو لپاره یې په مزارونو دعاګانې غوښتې دي. دی وايي شهرت الله پاک هغه کس ته ورکوي چې ورته نږدې وي.

د یو پښتو فلم ننداره

اصف خان وايي د خپل لومړي فلم دره خېبر نه یې درې زره روپۍ معاوضه اخیستې وه چې هغه مهال دا پیسې ښې ډیرې وې، ځکه چې د یو ښه ګاډي بیه هغه وخت اوه زره روپۍ وه.

اصف خان

اصف خان وايي پر پښتو فلمونو نیوکې ډېرې کېږي، خو دا چې دده په وینا زمانه اوس ډېره بدله شوې او د ( اوربل ) او ( دیدن ) په شان فلمونه د خلکو پام ځان له نشي اړولی، نو د پښتو فلمونو جوړونکي هم د حالاتو مطابق فلمونه جوړوي.

په پښتو فلمونو کې د ټوپک له کلتوره زه هم ستړی یم
فلم ستوری اصف خان

اصف خان وايي په پښتو فلمونو کې د ټوپک د کلتور نه دی هم ستړی دی او ددوی د خپل پروډکشن نه چې کوم فلمونه جوړیږي، دوی پکې هڅه کوي چې که د جنګ انځورګري هم کول وي نو لاس په لاس جنګ دې وړاندې کړي.

اصف خان وايي هندي فلمونه ځکه ښه وي چې هلته پر فلمونو په میلیونونو روپۍ لګښت راځي او دلته د پښتو یو فلم په شپېته اویا لکه روپۍ جوړېږي، نو ځکه پاکستاني فلمونه هېڅکله د هندي فلمونو مقابله نشي کولی.

ما غوښتل پښتنه نګور کور ته راولم، خو ارباز په رنګینیو مین شو
فلم ستوری اصف خان

اصف خان وايي، زوی یې اربازخان په خپله خوښه د یوې فلمۍ نجلۍ سره واده وکړ او دی په دې کار خوشاله نه دی. نوموړی وايي، ارمان یې و چې کور ته یوه پښتنه نګور راولي، خو ارباز په تنکۍ ځوانۍ کې پر رنګینیو مین شو.

د پښتو فلمونو د دغه نامتو ستوري سره د مشال همکار بشیرګواښ خبرې کړې دي، چې دلته یې اورېدلی شئ.