خبرونه د تاپي په پروژه کې د نورو ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه وشوه اپرېل ۰۸, ۲۰۱۶ په عشق اباد کې په لاسلیک شوې موافقه کې راغلي، دا پانګونه به د ترکمنستان ګیس دولتي کمپني، د افغانستان ګیس انټرپرایز، د هند ګایل شرکت او د پاکستان ګیس سېسټم کوي. ترکمنستان وار له مخه د افغانستان تر پولې د پروژې نللیکې پر جوړولو کار پیل کړی دی.