د اورکزیو کډوال به په اپرېل کې ستانه کړل شي

پېښور - د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ویلي، د اپرېل په میاشت کې به د اورکزیو بې کوره کړل شویو خپلو کلیو، کورونو ته ستنولو لړۍ پیل کړي.

اورکزیو ته د سفر پر وخت نوموړي وویل، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد پوځي عملیاتو په نتیجه کې حالات ښه شوي دي.

ده البته زیاته کړه چې یوازې هغو سیمو ته به خلک ستنول کېږي چې پکې د امنیت وضع ښه شوې ده.

په ۲۰۱۰ز کال کې د پاکستان پوځ په اورکزیو کې عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې ګڼې کورنۍ خپلو کلیو، کورونو پرېښودو ته اړ شوې او زیاتره یې خیبر پښتونخوا ته ورغللې.

د سیمې یوه مشر نور قدیم مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د ناامنیو او عملیاتو له کبله انفراسټرکچر یا بېخبنا زښته اغېزمنه شوې نو حکومت ته په کار دي چې د بیارغونې او بیاودانۍ کارونه ژر او په اساسي ډول وکړي.

تر دې مخکې هم حکومت اورکزیو ته د کډوالو ستنولو اعلان کړی وو خو په ۲۰۱۴ز کال کې د امنیت حالت بیا خرابېدو له کبله پر دې پلان عمل ونشو.

د پاکستان حکومت وايي، دا مهال د اورکزیو شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ کډوالې دي چې پکې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې او یا په کیمپونو کې اوسي.