'پرته له دولته، هېڅ ډله یا کس جهاد نشي اعلانولای'

لاهور: د ګلشن اقبال پارک تر حملې وروسته خلک د پېښې ځای ته ورغونډ شوي

اسلام اباد - د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو او مذهبي پوهانو ویلي، په یوه اسلامي هېواد کې مېشته هره ډله یا یو وګړی په خپله خوښه جهاد نشي اعلانولای.

د سې شنبې یا نهې پر ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي نظریاتي شورا یا کونسل د یو ورځنۍ غونډې تابیا کړې وه چې ورته ورغلیو یو شمېر دیني عالمانو په یوه خوله غږ (ږغ) وکړ چې یوازې دولت یا ریاست د ((دښمنانو ضد جهاد اعلانولای شي.))

دوی وویل، له دې پرته بل هېڅ ډله یا وګړی دا اجازه نه لري او دا چې ((جهاد دا معنا نه لري)) چې د هېواد ودانیو او شتمنیو ته دې زیان ورسول شي.

دوی د لاهور په تفریحي پارک کې وروستۍ ځانمرګې حملې ته په اشاره وویل، اسلام ان د جګړې پر وخت هم ((د ښځو او ماشومانو وژنې اجازه نه ورکوي.))

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېراني په خپله وینا کې وویل، د عالمانو دا خبرې او څرګندونې به د خپلې شورا غونډې ته وړاندې کوي.

د پېښور پوهنتون پخوانی مشر او د مذهبي چارو پوه ډاکتر قبله ایاز وايي، دیني عالمانو پخوا هم داسې څرګندونې کړې دي خو خو زیات اغېز یې نه درلود. د ده په خبره، اوس د لاهور تر برید وروسته د پوهانو خبرو ته ارزښت ورکول کېږي.

ده وویل، تېر کال د هند په پلازمېنه نوي دیلي کې د دېوبند عالمانو یوه نړیواله غونډه شوې وه چې پکې دا ویل شوي ول چې اسلام هر ډول تاوتریخوالی غندي او دا چې یوازې دولت یا ریاست جهاد اعلانولای شي.