'افغان هوايي ځواک د هر امنیتي ګواښ مخنیوي ته تیار دی'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان هوايي ځواک مشر ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، سږکال د هر ډول امنیتي ګواښ مخنیوي ته تیار دي. جنرال وردګ وايي، د اپرېل له نیمايي څخه به اې-۲۹ الوتکې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړي. دی وايي، له دوی سره د روسیې پوځي مرستو خبرې یوازې په مطبوعاتو کې دي. تر اوسه عملاً څه نه دي شوي. مرکه وګورئ.