د مارچ په ۲۲مه نېټه سهار مهال دوو چادونو د برسلز څافېنتم هوايي ډګر د سورلیو تلو تالار ولړځاوه او ورپسې د اروپايي ټولنې ادارو ته جوخت په مالبیک مېټرو تمځي کې چاودنه وشوه. له دغه چاودنو ۲۳ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د بیلجیېم لومړي وزیر اعظم چارلس میخېل په هوايي ډګر کې یو ځانمرګی بم برید وباله.
برسلز بریدونه په انځورونو کې
د برسلز څافېنتم هوايي ډګر کې له چاودنو پس د ودانۍ ماتې کړکۍ. مارچ ۲۲، ۲۰۱۶
د برسلز څافېنتم هوايي ډګر کې له چاودنو رسېدلی زیان. مارچ ۲۲، ۲۰۱۶
له چادونو په هوايي ډګر کې اوښتی زیان
هوايي ډګره تر دوو چاودنو وروسته وتړل شو.
د برسلز مرکز مېټرو په میلبیک تمځي کې له چاودنې وروسته مساپران د ارټس لوز او میلبیک مېټرو له تمځيو په وتو دي.
د برسلز میلبیک مېټرو کې له چاودنې اوښتی زیان
Emergency personnel tend injured people after the explosion at Maelbeek station.
د بیلجیېم پوځي سرتېري او پولیسوال په مېټرو کې له چاودنې ژوبل شوي کسان روغتون ته رسوي
په مېټرو کې له چاودنې وروسته پولیس او بېړندویه کارکوونکي