په پېښور کې ترهګرۍ بیا ویر جوړ کړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور - د چارشنبې پر سهار د پېښور په صدر سیمه کې د سنهري جومات په خوا کې، په یو بس کې بمي چاودنه شوې ده. د پېښور د پولیسو مشر عباس مجیدمروت او د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي په دې چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. راپورونه وايي چاودیدونکي مواد د سول سکټریټ په بس کې چې له درګۍ یې پېښور ته سرکاري مامورین لېږدول، ایښودل شوي.