د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر د ښځو حقونو قانون رد کړ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل په پنجاب کې د ښځو ساتنې نوی قانون او په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي قانوني مسوده رد کړې او ویلي یې دي چې دا قوانین شرعي نه دي. رابعې اکرم خان تېره ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي نظریاتي کونسل له مشر مولانا محمد خان شېراني سره خبرې کړې دي. نوموړي د قانون په اړه وویل:
؛ دا قانون داسې نظر را پيدا کوي چې ښايي هڅه کېږي، یو شمېر اسلامي مسایل د خلکو له ذهنونو وایستل شي. دوهم عیب دا دی، ښځې ته اجازه ورکوي چې له خپله کوره را ووځي او درېیم عیب یې دا دی چې ښځې ته د نر واک ورکوي او بیا هغه کولای شي چې په خپل کور کې، هغه څه چې د دې زړه غواړي وکړي. په قانون کې دا درې خرابۍ دي.؛
د نور تفصیل لپاره یې ویډيو مرکه وګورئ.