ګڼ ــــ هنریزه سلوه یوسفزۍ مو مېلمنه ده

سلوه یوسفزۍ

سلوه یوسفزۍ د کڼو او ګونګیانو د خېرښېګړې لپاره هم کار کوي. له دې سربېره سلوه خپل کاروبار هم کوي چې د کالیو یو بوتیک لري او ورسره د ورزش یو جیم هم چلوي.

په نننۍ سروه خپرونه کې له پېښوره راسره سلوه یوسفزۍ مېلمنه ده. سلوه د پاکستان ګرلز ګایډ ایسوسيېشن څانګې مشره ده. یاده اداره د ښځو لپاره کار کوي او هڅه کوي چې بې وزله جینکو او ښځو ته له مهارت ښودلو سره هغوی د روزګار موندلو جوګه کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګڼ ــــ هنریزه سلوه یوسفزۍ مو مېلمنه ده

سلوه یوسفزۍ [زموږ ارواح وژغوری] یا اېس او اېس نومې ادارې په یوه پروژه کې د یتیمانو ماشومانو لپاره هم کار کوي.

د دې تر څنګ هغه د کڼو او ګونګیانو د خېرښېګړې لپاره هم کار کوي. له دې سربېره سلوه خپل کاروبار هم کوي چې د کالیو یو بوتیک لري او ورسره د ورزش یو جیم هم چلوي.

د سروې خپرونې کوربنه ملیحه امیر زاده ده.