په قبایلي سیمو کې ناامنۍ تعلیمي ادارې زیانمنې کړې

يوه غير سرکاري اداره الف اعلان وایي چې د سکولونو او استادانو د نشت والي او د امنيت له امله په قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا کې د جينکو تعليم سخت زیانمن شوی دی.

خو د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان دغه راپور نا سم بولي چې د تعليم لپاره د دوی حکومت د نورو حکومتونو په مقابله کې زیات کار کړی دی.