د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویانده میلیسا فلیمینګ وايي ، د افغان کډوالو پر مخ د دروازو د تړلو په برخه کې د بالکان هیوادونه پړه یو پر بل اچوي .
نوموړې وايي اداره یې تر اوسه په دې نه ده خبره چې ولې یونان ته د رسیدلو افغانانو په مخ لارې تړلي او څوک د دې پریکړې تر شا دي ؟
دا مهال په زرګونو غیرې قانوني افغان کډوال چې تر یونان پورې رسیدلي او غواړي د مقدونیا له لارې لویدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي په یونان کې ایسار دي .
مقدونیايي چارواکي وايي د افغانانو په وړاندې یې خپلې پولې ځکه تړلي چې سربیا اجازه نه ورکوي چې د مقدونیا څخه افغانان ور واوړي .
سربیا وايي دوی د افغان کډوالو د مخ نیولو پریکړه له هغه وروسته وکړه چې له خپلو دوو ګاونډیو سلووینیا او اتریش سره یې خبرې وکړي .
خو د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د سلووینیا او اتریش د چارواکو له خولې وايي د دوی پولې د ټولو هیوادنو د هغو وګړو لپاره چې د پناه غوښتنې په لټه دي پرانیستي دي .
دوی وايي له هیڅ هیواد څخه یې غوښتنه نه ده کړي چې د افغانانو د ورتګ مخه دې ونیسي .