په خیبر بښتونخوا کې دوه نور ماشومان ګوزڼ وهلي

په خېبر پښتونخوا کې دوه نور ماشومان ګوزڼ یا پوليو ناروغۍ وهلي چې ورسره په دې صوبه کې سږکال د پوليو کيسونو شمېره دريو ته رسيدلې ده.

د مشال راډيو خبريال وايي په پيښور کې د پوليو ناروغۍ ښکار شوي ماشوم عمر ۲۱ مياشتې دی چې پرون په کې د پوليو د وايرس پخلی وشو.

همداراز د خیبر پښتونخوا په هنګو کې هم يوه ماشومه چې عمر يې اووه مياشتې دی ګوزڼ وهلی دی.

له دې سره سږکال په پاکستان کې د پوليو وهلو ماشومانو شمېر پنځو ته رسيدلی.

په روانه مياشت کې د پاکستان په هغو ۸۳ ضلعو کې درې ورځنی د پوليو کمپېن وچليدو چې په کې مخکې د پوليو کيسونه مخې ته راغلي وو.