خوست: د ځوانانو د فکري استعدادونو د غوړیدا هڅې پیل شوي

په خوست کې په لومړي ځل داسې ادبي دستورې او علمي ناستې پیل شوي، چې د نویو ځوانانو د استعدادونو د راسپړلو او دوی ته د خپلو افکارو د وړاندې کولو فرصت او جرئت ورکوي.

په خوست کې په لومړي ځل داسې ادبي دستورې او علمي ناستې پیل شوي، چې د نویو ځوانانو د استعدادونو د راسپړلو او دوی ته د خپلو افکارو د وړاندې کولو فرصت او جرئت ورکوي.

یاد پروګرامونه چې د خوشال بابا فکري بهیر په نووښت پیل شوي، ځوانان هر پنجشنبه یو ځل راغونډیږي، د ناستو په سر کې د نویو ځوانانو لخوا د یو نبوي حدث مفهوم بیانیږي، ورپسې یو کس د اونۍ مهمې سیمه ییزې، ملي او نړیوالې مسلې وړاندې کوي، بل کس یو نوی خپور شوی کتاب ګډونوالو ته معرفي کوي او وروستۍ نفر بیا د مختلفو مهمو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسائیلو په ارتباط یو پریزنټېشن وړاندې کوي.

پدې علمي او ادبي ناسته کې ځوانانو ته فرصت ورکول کیږي، تر څو د وړاندې شویو مسلو په باب خپلې پوښتنې، نظرونه او ملاحظات وړاندې کړي.

که څه هم لدې پروګرامونو څو اونۍ تېرې شوي، خو دا چې ښوونیز پروګرامونه دي، نو مینوال يې ډېريږي. د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیر احمد روښان چې اړوند مرکز کې د دې ښوونیزو او کلتوري ناستو کوربه توب کوي نن پنجشنبه مشال راډیو ته وویل، چې دوی هڅه کوي ځوانانو ته د فکري مسیر د ورکولو لپاره بیلابیلې موضوعګانې وړاندې کړي.

نصیراحمد روښان زیاتوي:"د خوشال بابا فکري بهیر غونډې چې دلته تنظیمیږي، دا د علمي او ښوونیزو پروګرامونو یوه لړۍ ده، چې په دوامداره توګه به په خوست کې دوام لري، پدې کې د ټولنې د مختلفو قشرونو استازي برخه اخلي، موږ کوښښ کوو چې لدې لارې ځوانې ټولنې یا ځوان نسل ته د فکري مسیر په رابطه باندې مختلف موضوعات وړاندې کړو، څو دوی وکولای شي په خپل عملي او ټولنیز ژوند کې مساعدې لارې ومومي."

د تخنیکي انسټیټیوټ استاد حضرت الله ستومان وايي، چې دا ډول علمي، ښوونیزې او ادبي دستورې د ځوانانو پټ استعدادونه راسپړي او دوی ته د خپل راتلونکي یو معقول لاسوند او لید لوری په لاس ورکوي.

حضرت الله ستومان وړاندې وايي:

"دلته مو د ځوانانو د استعدادونو د غوړیدا لپاره ډېر فرصتونه دي، دلته هره اونۍ نویو ځوانانو ته موقع ورکول کیږي، تر څو دريځ ته راشي او خپل ټاکلي موضوع د لکچر یا پریزنټېشن په بڼه ګډونوالو ته وړاندې کړي."

اسدالله نورزی وايي، چې د هر چا لپاره د خپلو افکارو د تمثیل مهمه مرجع جرئت دی او دا ډول پروګرامونه ځوانانو ته دا جرئت وربخښي، چې خپل مالومات او افکار په ښه او مدلل ډول د نورو سره شریک کړي.

د رحیم الله رحیمي په نوم یو نوی ځوان وايي، چې د دې دستورې له بحثونو ډېر متاثره شوی او وهڅول شو، چې هره اونۍ یو کتاب مطالعه کړي او د خپلې پوهې کچه پراخه کړي.

که څه هم له یوې لسیزې راوروسته د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ادبي او کلتوري برنامې او دستورې جوړیږي، خو کتونکي بیا داسې برنامې ګټورې بولي، چې د نورو ښېګڼو تر څنګ د ځوانانو لپاره د زده کړو او د دوی د فکري استعدادونو په غوړیدلو کې اغېزمنې تمامې شي.