د سوات بې وزله ښځې د مرستو بحالي غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا په مېنګوره کې د سوات پرېس کلب مخې ته لسګونه ښځو د بېنظير انکم سپورټ پروګرام مياشتنۍ دوه زره روپۍ مرستې بندیدو پرضد احتجاج کړی. دوی وايي، ډېرې بې وزله دي او حکومت یې باید غږ واوري او مرستې دې ژر تر ژره بیرته ورته جاري کړي. د بېنظير انکم سپورټ پروګرام سوات دفتر د مالوماتو له مخې اووه کاله وړاندې د پيپلز پارټۍ په حکومت کې د سوات څه باندې دوه لاکه بې وسه ښځو ته هره مياشت دوه زره روپۍ دمرستو لړۍ پیل شوې وه. له سواته د مشال راډيو خبریال نياز احمد خان ویډيو