'شناختي کارډونه راپرېږدئ چې بچیان مو سکولونو ته ولاړ شي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام اباد کې لسګونو کسانو د فبرورۍ په ۱۴ مه د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی بند شوي شناختي کارډونه دې فعاله کړي. دغه مظاهره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوښت وشوه. مظاهره کونکیو ویل له شناختي کارډونو پرته، د دوی ماشومان په سکولونو کې له زدکړو محرومه پاتې کېږي. د مشال راډیو خبریال ریاض موساخېل له اسلام اباده ویډيويي راپور راستولی دی.