ډاکټر فضل رحيم مروت: له پوهنتون څخه به د باچا خان تصوير ليري نکړو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د با چاخان پوهنتون مشر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي چې پوهنتون به د دوشنبې له ورځې بېرته پرانستل شي. يونيورستۍ د جنورۍ پر شلمه نېټه تر يو وسله وال بريد وروسته تړل شوې وه. په دې حمله کې د دوو استاذانو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي وو. عبدالحي کاکړ په دې اړه له ډاکټر فضل رحيم مروت سره مرکه کړې ده او ورځينې پوښتلې دي چې ایا د امنيت وضع ښه شوې ده او که څنګه چې دوی د پوهنتون د خلاصولو پرېکړه وکړه.؟