‘د پښتونخوا جنوبي ضلعو له اقتصادي راهدارۍ د اېستلو وېره’
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خيبر پښتونخوا سياسي ګوندونو جنوبي ضلعې د کاشغر ګوادر اقتصادي راهدارۍ څخه د ايستلو وېره ښودلې ده.
دا خبره د دوشنبې په ورځ په پېښور پريس کلب کې د کېمونسټ پارټۍ له لورې په راغوښتل شوې غونډه کې وشوه.
په غونډه کې د صوبې ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو ګډون وکړ.
د تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی شهريار اپريدی د غونډې برخه وال وو.
له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې ده او په سر کې يې ځينې پوښتلې چې دوی څه فېصلې وکړې؟