د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، بېګا شپه د اچین ولسوالۍ په لته بند سیمه کې دوه هوایي بریدونه ترسره شول،چې د لومړي برید په ترڅ کې په یوه سراچه ډوله موټر کې ناست ۵ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی سراچه ډوله موټر ترڅنګ ګڼ شمېر مهمات او وسلې هم تخریب شوې.
همدا راز په یاده سیمه کې د یو بل هوایي برید په ترڅ کې ۱۱ داعش وسله وال،چې په یوه حویلۍ کې سره راټول وو، ووژل شول .
په ورته وخت کې د کوټ ولسوالۍ په سید احمد خیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي هم دي .
د دغه نښتې په ترڅ کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه ملکي وګړي هم د داعش وسله والو په ډزو کې ټپیان شوي او د پېښې ټول وژل شوي داعش په سیمه کې پاتي دي.
د دغه نښتې له امله چې دوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي وو،په سیمه کې ولسي وګړو هم د داعش د ځپلو په موخه راوتلي وو،چې په سیمه کې پاتي داعش له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي خو د امنیتي ځواکونو او ولسونو له لورې د نیولو او لمنځه وړلو هڅې رواني دي.