د پاکستان حکومت د ګوزڼ ناروغۍ د مخنوي لپاره د درې کلن پلان منظوري ورکړې ده.
د پاکستان سرکاري راډيو پر خپله ويب پاڼه ليکي چې د جمعه پر ورځ د ماليې وزير اسحاق ډار په مشرۍ کې د اقتصادي پروژو منظورونکې شورا” ايګزېکټيو کميټې اف اکونومک کونسل” په غونډه کې منظوري ورکړل شوې ده.
د ګوزڼ له منځه وړلو بېړني پلان تر نوم لاندې د دې پروژې له مخې به تر ۲۰۱۸ م کاله د ټول پاکستان هغو ماشومانو ته چې د ګوزڼ په رنځ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي په مجموعي توګه څه کم ۷۰ مليونهواکسين ورکول کيږي.
پر دې بېړني پلان به شاوخوا ۳۲ اربه روپۍ خرڅ راځي. د پاکستان د ګوزنمخنوي ادارې نېشنل اېمر جنسي اپرېشن سنټر مشر ډاکټر رانا صفدر ويلي، د دې ناروغۍ ويروس د خپرېدو په اړه راتلونکې څلور مياشتي زياتې مهمې دي.
د دې ادارې پر ويبپاڼه ويل شوي چې ډاکټر صفدر دغه خبره د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې د ګوزڼ په اړهتکنيکي شوری غونډې ته وکړه.
ده زياته کړه چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د ګوزڼ په ناروغانو کې ۸۰ فيصده کمۍ راغلې وو.