“د څوکيدار او خپل ژوند يو شان ګڼم “مردان ناظم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا، مردان ناظم وايي، پر باچا خان پوهنتون تر بريد وروسته په مردان کې هم د خان عبدالولي خان پوهنتون په ګډون سکولونو ته د دړکو خطونه ورلېږل شوي دي. حمايت الله مايار د چارشنبې په ورځ پخپله د عبدالولي خان ساتنې ته ورغلی وو او د خلکو تالاشي اخيستله. ډېرو دا يو ډير بې ساری ګام وباله. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې ولې ده پخپله او نورو منتخب غړو او خلکو په تعليمي ادارو کې د محافظانو په توګه وظيفه تر سره کړه؟