”دا د پاکستان امنیتي ادارو ذمه واري ده چې موږ خوندي وساتي“

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ګل په ورځ د پېښور پوهنتونو استادانو اتحادیې (پیوټا)  په یوه غونډه او لاریون  تعلیمي ادارو ته د وسلوالو له ورکړل شوو دړکو وروستو له حکومته غوښتنه وکړه چې پوهنتونونه دې استراتیژیکې اثاثې وګرځول شي او امنیتي ادارې دې د پوهنتونونو او تعلیمي ادارو امنیت باوري کړي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث د پېښور پوهنتون استادانو اتحادیې له مشر ډاکټر جمیل احمد سره مرکه کړې ده.