پر باچا خان پوهنتون له بریده پس د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک له وزير اعظم نواز شريف غوښتنه کړې چې ټول ګونديزه غونده راوبولي او د وسله والو پر ضد دې بې توپيره عمليات وشي.
د چارسدې باچاخان پوهنتون د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه له پرانستلو پس یو ځل بيا تر ناڅرګندې نېټې وتړل شو. د پوهنتون انتظاميې په وينا، د بندولو فیصله یې د ناکافي امنيت له وجې کړې ده.
د تېرې چارشنبې ورځ د جنورۍ پر شلمه نېټه پر باچاخان پوهنتون د وسله والو په خونړي برید کې ۲۱ تنه ووژل شول چې ډېری یې زده کوونکې ول، خو په وژل شوو کې د پوهنتون استادان، ساتونکي او نور کارکوونکي هم وژل شوي ول، په هغه پېښه کې ۱۹ تنه نور ژوبل هم دي.