پراګ: د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکټري ميا افتخار حسين له هغو ټولو خلکو سره دا قدر مشترک لري چې په ترهګرۍ کې یې زامن او یا د کورنۍ نور غړي وژل شوي وي.
د دې لامل دا دی چې د میا افتخار حسېن یوازېنی زوی میا راشد حسېن د ۲۰۱۲م کال د جولايي پر ۲۴مه نېټه وسله والو طالبانو وژلی وو.
میا افتخار حسېن وايي ، که امکان ولري نو دی د هر هغه چا غمرازۍ ته ځان رسوي چې د کورنۍ غړي یې د ترهګرۍ په پېښه کې له لاسه ورکړي وي.
د تېرې چارشنبې په ورځ وسله والو د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون برید وکړ او د یو پروفیسر حامد تر څنګ یې لږ تر لږه یووشت زده کوونکي هم ووژل.
میا افتخار حسېن د جمعې په ورځ په صوابۍ کې د پروفيسر حامد کور ته د فاتحه لپاره ورغلی او د هغه د کورنۍ له غړو سره يې غمرازي وکړه.
د مشال راډیو عبدالحي کاکړ له ميا افتخار حسين څخه په مرکه کې پوښتلي چې کله نوموړی د وژل شوي پروفیسر حامد پلار ته غاړه ورکړه نو هغه تر ټولو له مخه څه ورته وویل؟
د میا افختار حسېن ځواب دلته واورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.