میا افتخار حسېن چې د چا فاتحه کوي نو څه پرې تېريږي ؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پراګ: د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکټري ميا افتخار حسين له هغو ټولو خلکو سره دا قدر مشترک لري چې په ترهګرۍ کې یې زامن او یا د کورنۍ نور غړي وژل شوي وي.
د دې لامل دا دی چې د میا افتخار حسېن یوازېنی زوی میا راشد حسېن د ۲۰۱۲م کال د جولايي پر ۲۴مه نېټه وسله والو طالبانو وژلی وو.
میا افتخار حسېن وايي ، که امکان ولري نو دی د هر هغه چا غمرازۍ ته ځان رسوي چې د کورنۍ غړي یې د ترهګرۍ په پېښه کې له لاسه ورکړي وي.