تر باچا خان پوهنتون برید وروسته په کابل کې ځانمرګې حمله، اووه وژل شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا یو موټر بم حمله وه او د اوومې حوزې په مربوطاتو کې د د روسیې سفارت ته نږدې د دارالامان په عمومي سړک ترسره شوې ده.
په برید کې اووه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ژوبل دي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په کابل ښار کې د طالب وسله والو ډله ییز ځانمرګي بریدونه ترسره کړي ول.
دا د رویټرز خبري اژانس ویډیو ده چې تر پېښې وروسته اخیستل شوې ده.